منظور پښتين: د پېښور پوليسو خيبر کې د قومي جرګې پر کمپ بريد کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پېښور پولیسو په خیبر ایجنسۍ کې د قومي جرګې د تیارۍ پر کمپ برید کړی.

ښاغلي پښتین نن پر خپله فېس‌بوک پاڼه ولیکل چې، تېره شپه د پېښور له پولیسو سره څو مخ پټو کسانو د پښتون قومي عدالت په نوم د کېدونکې جرګې پر کمپ برید کړی، ډزې یې کړي او یوشمېر خېمو ته یې اور اچولی دی.

پښتین زیاتوي چې د ‌ډزو او اوښکې بهونکي ګاز د کارولو له کبله د دوی ځینې ملګري ټپیان او ځينې نور بې‌سده شوي دي.

د خیبر پولیسو او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له‌دې مخکې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران له قانون په سرغړونو تورن کړي او ځینې یې په امنیتي ادارو د نیوکو په تور نیولي دي.