جو بايډن: د اسراييل له لوري ايران ته د توغندويي بريد د ځواب په اړه جدي بحث روان دی

د ايران له لوري پر اسراييل توغندويي بريد

د امریکا د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن وایي، په‌دې اړه چې اسراییل د ایران د بالسټیک توغندیو برید ته په څه ډول ځواب ووایي، جدي بحث روان دی او زیاته یې کړه چې دا به ولیدل شي چې دغه برید د ایران لپاره څه نتیجې لري.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌‌‌مخې بایډن چې تېره شپه یې پر اسراییل د ایران له توغندویي برید وروسته په سپینه ماڼۍ کې څرګندونې کولې، یوځل بیا له اسراییل سره د متحده‌ایالتونو په کلک ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې، دی به په‌‌دې اړه د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړي.

هغه وویل داسې ښکاري چې د ایران دغه برید بې‌اغېزې و.

د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري دغه برید جدي وباله او زیاته یې کړه چې هغه به عواقب ولري.

هغه زیاته کړه، تر اوسه پورې پوځ ته د احتمالي ځاني او مالي زیانونو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

په عین حال کې د ایران سپاه پاسدران انقلاب ځواک وویل، پر اسراییل یې په لسګونو بالسټیک توغندي وتوغول او اسراییل ته یې خبرداری ورکړ، چې که غچ اخیستونکي اقدام ته مخه کړي، نو د تهران له لا ویجاوړونکي او وروانونکي اقدام سره به مخ شي.