د طالبانو حکومت له خلکو سره د تبعيضي چلند په اړه د ايران د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هغه څرګندونې رد کړې چې، ګواکې دوی له افغانانو سره تبعیضي چلند کوي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلوېزیون نن سه‌شنبه د دغه وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په حواله ویلي، د دوی حکومت ټولو افغانانو ته د خپل رعیت په نظر ګوري او هیڅوک نه‌شي کولای چې له چا سره تبعیضي چلند وکړي.

ښاغلي قمي تازه له ایرنا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، ایران له درې کلونو راهیسې په کابل او کندهار کې طالب مشرانو ته مشورې ورکړي چې د یوه قوم، یوې ژبې او یوه جنسیت او مذهب نظام نه‌شي کولای داسې ولس ته ځواب ورکړي چې قومي، مذهبي او ژبنیزه تنوع لري.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو استازیو او یوشمېر نورو بنسټونو هم د طالبانو د حکومت پر جوړښت نیوکې کړي او هغوی یې له ښځو سره په جنسیتي تبعیض تورن کړي دي.