اسراييل د حزب‌الله له وسله‌والو سره د سختې جګړې خبر ورکړی

اسراييلي پوځيان

اسراییلو د لبنان پر جنوبي سیمو له ځمکنو بریدونو وروسته وویل چې، ځواکونه یې په سیمه کې د لبنان د حزب‌الله له وسله‌والو سره په "سختو جګړو" بوخت دي.

د امريکا له مخالفت او په منځني ختيځ کې د جګړې د پراخېدو له وېرې سره سره اسراييلو د دغه هېواد په جنوب کې د لبنان د حزب‌الله د ځواکونو پر ضد خپل ځمکني عمليات پيل کړل.

د لبنان حزب‌الله یوه پوځي-سیاسي ډله ده چې د امریکا له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي.

اروپایي ټولنې د دغې ډلې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله چې د لبنان په پارلمان کې غړي هم لري، د لبنان پر جنوبي برخې تر ډېره واک چلوي.

د اسرايیلو د پوځ د عربي ژبې ویاند افیحای ادرعي په خپل ټلېګرام پیغام کې لیکلي، د لبنان په جنوب کې سختې نښتې روانې دي.

نوموړي د سيمې له خلکو وغوښتل، د خپل ځاني خونديتوب په موخه دې د ليتاني سيند جنوبي سيمې ته په موټرو کې تګ راتګ نه‌کوي.

تر دې مخکې د اسرايیلو پوځ اعلان کړی و چې، د دغه هېواد په جنوب کې یې د لبنان د حزب‌‌الله پر ضد "دقیق او هدفي" عملیات پیل کړي دي.