میقاتي‌: لبنان د خپل تاریخ له تر ټولو خطرناک پړاو سره مخامخ دی

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي‌

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي‌ وایي، هېواد یې د خپل تاریخ له تر ټولو خطرناک پړاو سره مخامخ دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس په وینا، میقاتي دغه څرګندونې نن سه شنبه د ملګرو ملتونو له استازو سره په یوه غونډه کې کړي دي.

د لبنان صدر اعظم ویلي، ملګري ملتونه باید سملاسي د اسراییلي پوځیانو د هوایي بریدونو له وېرې، د یو میلیون بې‌ځایه شویو کسانو لاسنیوي ته ور ودانګي.

خبر کې که څه هم لبنان ته د ورپېښ خطر نور جزییات نه‌شته، خو دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځیان نن سهار وختي د لبنان جنوب ته ننوتل او هلته یې د حزب‌الله پر اهدافو ځمکني بریدونه پيل کړل.

اسراییل دغه ځمکني عملیات محدود بللي دي.

بل لورته حزب‌الله هم ویلي چې د اسراییلو په خاوره کې یې ځینې پوځي اهداف په توغندیو او توپونو ویشتلي دي.

اسراییلي پوځ د دوی پر خاوره د حزب‌الله تازه بریدونه تایید کړي، خو ویلې يې دي چې مرګ‌ژوبله نه لري.