د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره محدود ځمکني عملیات پيل کړي

د لبنان له پولې سره نږدې اسراییلي پوځیان د عملیاتو پر مهال

د اسراییلو پوځ د لبنان له پولې سره "محدود" ځمکني عملیات د نن سه شنبې له سهار وختي پيل کړي دي.

پوځ ویلي چې د حزب‌الله په ځینو اهدافو یې بریدونه کړي دي.

حزب‌الله چې پوځي او سیاسي ډله ده د امریکا له‌خوا ترهګره ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې یې یواځې پوځي برخه په تور لېست کې اچولې ده.

د اسراییل د پوځ په بیان کې راغلي د حزب‌الله دا اهداف سرحد ته نږدې کلیو کې وو او د اسراییل په شمال کې یې ځینو اسراییلي ټولنو ته مستقیم ګواښ پېښاوه.

د بیان پر اساس، د اسراییل د دغو ځمکنیو عملیاتو څخه هوايي ځواکونو او همدارنګه توپخانې ملاتړ کاوه.

اسراییلي ځواکونو داسې وخت په لبنان کې ځمکني عملیات پيل کړي چې د اسراییل د تر ټولو لوی متحد امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې، ځکه وار دمخه په منځني ختیځ کې حالات له کنټروله په وتلو دي.