بلېنکن: له حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده

د حزب الله حسن نصرالله څو ورځې مخکې د اسراییلو په برید کې ووژل شو.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون دوشنبې د اسراییل له‌خوا د حسن نصرالله وژنې ته په اشارې وویل: "له هغه پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده."

بلېنکن د اسلامي دولت یا داعش پر ضد د هېوادونو د ایتلاف په پرانیستونکې غونډه کې حسن نصرالله یو "بې رحمه ترهګر" وباله چې د ډېرو امریکایانو، اسراییلیانو او په لبنان او سوریه کې یې د ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې حسن نصرالله د حزب‌الله د مشرتابه په لړ کې ټوله سیمه وبېروله او د یوه بشپړ هېواد په توګه یې د لبنان د حرکت مخه ونیوله.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه: "د اسراییل او د لبنان د حزب‌الله ترمنځ په جګړه کې له وروستي شدت سره سره، متحد ایالتونه لا هم باور لري چې ډیپلوماسي د سیمې لپاره تر ټولو غوره لاره ده."

هغه ټینګار وکړ چې واشنګټن په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره هڅو ته ژمن دی.