طالبانو په لغمان او فاریاب کې درې نارینه او یوه ښځه په درو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د لغمان ولایت موقعیت

د طالبانو ستره محکمه وايي چې په لغمان او فاریاب ولایتونو کې یې درې نارینه او یوه ښځه د اخلاقي فساد په تور د خلکو پر وړاندې په متروکو یا درو وهلي دي.

دې محکمې پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په لغمان کې درې تنو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شوه او د دغه ولایت د ابتدايي محکمې په حکم یو تن په څلورنیم کاله تنفیذي حبس او دوه نور په یو یو کال تنفیذي حبس محکوم شول.

له دې جلا د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه ښځه له کوره د تښتېدو او له یوه نارینه سره د نامشروع اړیکو په تور ۳۰ متروکې ووهله.

د طالبانو له لوري په عام محضر کې سزاوې د بشري حقونو د ټولنو له انتقادونو سره مخامخ شوي، خو له انتقادونو سره سره طالبانو دې ډول سزاوو ته دوام ورکړی دی.