د طالبانو حکومت د يوشمېر داعش وسله‌والو د نيول کېدو خبر ورکړی

يوشمېر طالب عسکر

د طالبانو حکومت وايي، د یوه تاجکستاني تبعه په شمول یې د داعش ډلې یوشمېر وسله‌وال بریدګر نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن دوشنبه په یوه بیان کې چې پر خپله ایکس‌پاڼه یې خپور کړی ویلي، دغو کسانو د فرامینو د تعقیب او نظارت د ریاست یا پخوانۍ لویې څارنوالۍ پر کارکوونکو په برید کې لاس درلود.

په هغه برید کې چې د سنبلې په ۱۲مه شوی وو د طالبانو په خبره ۶ کسان وژل شوي وو او ۱۳ نور ټپیان وو.

خو د افغانستان د څارنوالانو فدراسیون ویلي وو، په هغه برید کې لږ تر لږه ۱۶ افغان څارنوالان وژل شوي وو.

مجاهد زیاته کړې چې نیول شویو کسانو په کابل او یوشمېر نورو سیمو له هغې ډلې په بامیانو کې پر بهرنیو سېلانیانو په برید کې هم لاس درلود.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد همداراز ادعا کړې چې د داعش خراسان ولایت وسله‌وال د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته انتقال شوي.

هغه دا ادعا کړې چې داعش اوس هلته روزنیز کمپونه لري او له هغه ځایه پر افغانستان او ځینو نورو هېوادونو بریدونه کوي.