د طالبانو له لوري د لسو کلونو په بند د دوه خبريالانو محکومېدو اندېښنې پارولي

ارشيف

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ ادارې د طالبانو له‌خوا په لسو کلونو بند د دوو خبریالانو د محکومولو په پرېکړې اندېښنه ښوولې.

دغه سازمان پرون په خپله وېب‌پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي چې، محمد عارف هجران او احمد کامران په نوم دوه خبریالان د چنګاښ په ۲۶مه د کابل په خیرخانه سیمه کې تر نېول کېدو وروسته سم‌لاسي د طالبانو په پوځي محکمه کې محاکمه شول.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز ادعا کوي چې هجران او همکار یې لومړی د عاشورا د مراسمو د راپور ورکولو او عکسونو اخیستو او بیا په کابل او ګاونډیو ولایتونو کې د ټولنیزو او امنیتي وضعیت په اړه د راپور ورکولو په تور په اوږد بند محکوم شوي.

طالب چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز د دغو دوو خبریالانو اوږدمهاله بند محکوم کړی او پر نړیوالو سازمانونو یې غږ وکړ، چې د هغوی د خوشې کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.