امريکايي سناتور: د حزب‌الله د مشر د هدف ګرځولو لپاره امريکايي بم کارول شوی

د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر مارک کيلي

د امریکا د سنا د دفاعي خدماتو د فرعي کمیټې مشر وايي، هغه بم چې اسرايیلو د لبنان د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله د هدف ګرځولو او وژلو لپاره کارولی، د امریکا له‌خوا جوړ شوی وو.

سناتور مارک کیلي یک‌شنبه له NBC سره په مرکه کې وویل، اسراییلو د جمعې په برید کې دوه زره پونډي (۹۰۰ کیلويي) بم چې د مارک۸۴ بمونو له ډلې و، کارولی.

په هغه برید کې د لبنان د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله او د حزب‌الله ډلې اکثر مشرتابه له‌منځه تللي دي.

امریکا، حزب‌الله ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې بیا د حزب‌الله پوځي څانګه تور لېسټ کې اچولې.

د حزب‌الله سیاسي برخه د لبنان پارلمان کې استازي لري.

دا اول وار دی چې پر حزب‌الله د امریکايي بم د کارولو په اړه یو جګپوړی امریکايي سناتور څرګندونې کوي.

اسرايیلو تر اوسه نه‌دي ویلي چې، د حسن نصرالله په وژلو کې یې کوم ډول مهمات کارولي دي.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون هم د سناتور مارک کیلي د څرګندونو په اړه لا څه نه‌دي ویلي.