پاکستان کې د حزب‌الله ډلې د مشر د وژنې پر ضد مظاهرې په تاوتريخوالي اوښتي

د پاکستان په کراچۍ کې د حز‌الله ډلې د مشر د وژنې په غبرګون مظاهره

د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د حزب‌الله ډلې د مشر د وژنې پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي.

له پولیسو سره په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۱۷ پاکستاني پولیس او ۱۰ تنه مظاهره‌چیان ژوبل شوي.

اسراییلو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په جنوبي بیروت کې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وواژه.

حزب‌الله د امریکا له‌‌خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېسټ کې شامله کړې.

حزب‌الله چې سیاسي ګوند هم دی د لبنان په پارلمان کې استازي لري.

د پاکستان په کراچۍ کې د یک‌شنبې په ورځ د مجلس وحدت مسلمین او د شیعه‌ګانو د یو شمېر ډلو له‌خوا د حسن نصرالله د وژنې په غبرګون خلکو مظاهرې وکړې.

مظاهره وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښته چې خلکو هڅه کوله د امریکا د قونسلګرۍ مخ ته ورشي، خو پولیسو او د رېنجرز ځواک سرتېرو یې مخه ونیوله.