د ايران پوله‌ساتو د ورېښمو پله سره نژدې يو افغان په ډزو وژلی

د ايران يو پوله‌ساتونکی

د افغانستان یو اوسېدونکی ایراني پوله‌ساتو په ډزو سره وژل شوی دی.

پېښه په نیمروز کې د ورېښمو پله سره نژدې شوې.

د نیمروز د امنیه قومندانۍ ویاند ګل محمد قدرت د یک‌شنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل، دغه افغان غوښتل په ناقانونه توګه ایران ته واوړي چې ایراني پوله‌ساتونکو ویشتی دی.

پرون ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړ چې، له‌دې پېښې وروسته د افغانستان-ایران لار په ورېښمو پله کې تړل شوې ده.

د نیمروز د ورېښمو سرحدي سیمه کې د طالبانو کمیسار مولوي حنظله ازادي راډیو ته وویل، پوله د څو محدودو ساعتونو لپاره د تخنیکي ستونزې په خاطر تړلې وه او وروسته بېرته د ترانزیت پر مخ خلاصه شوه.