اسراييل د حزب‌الله د يو بل مشر نبيل قاووق د وژل کېدو خبر ورکړی

شيخ نبيل قاووق

د اسراییل پوځ نن (یک‌شنبې) اعلان وکړ چې د حزب‌الله یو بل مشر نبیل قاووق یې وژلی دی.

د اسراییل پوځ شیخ قاووق د حزب‌الله په مشرتابه شورا کې د استخباراتو او استخباراتو ضد امنیتي څانګې قوماندان بللی دی.

د اسراییل د پوځ په وینا، نبیل قاووق پرون ماښام (شنبه، د سپټمبر ۲۸) د بیروت د جنوب په ضاحیه سیمه کې د اسراییلي جنګي الوتکو په عملیاتو کې ووژل شو.

د اسراییل په وینا، قاووق "په مستقیم ډول د اسراییل د دولت او د هغه د اتباعو پر وړاندې د تروریستي عملیاتو په پلانولو کې ښکېل و."

حزب‌الله تر اوسه د هغه مړینه تایید کړې نه‌ده.

۶۰ کلن نبیل قاووق د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې له حزب‌الله سره یوځای شو او تل د حزب‌الله له مهمو شخصیتونو څخه و.

هغه د اوږدې مودې لپاره د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله عملیاتي مرستیال و.

له یوې لسیزې راهیسې، هغه د حزب‌الله د اجرائیه شورا د مشر هاشمي صفي‌الدین مرستیال دی، چې ویل کېږي د حسن نصرالله ځای ناستی و.

نبیل قاووق د متحده‌‌ایالتونو له‌خوا د نړیوال ترهګر په توګه نومول شوی و.

هغه د ایران د اسلامي جمهوریت او انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران له مشرانو سره نژدې اړیکې درلودې او د بېلابېلو غونډو په مناسبت یې ګڼ سفرونه تهران ته کړي دي.