ډبليو‌ايف‌پي: افغانستان کې د بې‌وزلۍ له امله هره درېيمه نجلۍ له لومړنيو زده‌کړو بې‌برخې ده

ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو له کبله په هرو درو نجونو کې یوې لومړنۍ زده‌کړې نه‌دي بشپړې کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو‌ایف‌پي دا خبره نن (یک‌شنبې) پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلې ده.

د دغه پروګرام د معلوماتو پر اساس، له یوې خوا طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او له بلې خوا د بې‌وزلۍ له کبله ډېرې نجونې لومړنۍ زده‌کړې نه بشپړوي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي، د دوی له لوري په ښوونځیو کې ماشومانو ته د ناشتې برابرول مرسته کوي چې زده‌کوونکې ښوونځیو ته لاړې شي.

دې پروګرام په عین حال کې د بوديجې له کموالي شکایت کړی او ویلي یې دي چې، له‌دې کبله ۱۱ میلیونو اړو کسانو ته بېړنۍ مرستې نه‌شي برابرولی.