د ترکيې پوليسو د لس افغان کډوالو د نيولو خبر ورکړی

له ارشيفه د ترکيې د پوليسو يو انځور

د ترکیې پولیس وايي، د خپل هیواد په ساکریا ښار کې یې پرون شنبې په یوه لارۍ کې ۱۰ تنه غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي.

د ترکیې رسنیو نن یک‌شنبې د پولیسو په قول وویل، دا کډوال په "غیرقانونه ډول" ترکیې ته داخل شوي او غوښتل یې چې له وان ښار څخه استانبول ته لاړ شي.

د ساکریا پولیسو اعلان وکړ چې دوی د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د ښار په هندک سیمه کې عملیات وکړل او لږترلږه ۱۰ افغان کډوال یې پېژندلي، چې په غیرقانوني توګه په لارۍ کې ترکیې ته ورغلي وو.

د پولیسو د راپور له‌مخې، په‌دې عملیاتو کې درې کسان د انساني قاچاق په تور نیول شوي، چې یو یې خوشي شوی او دوه نور یې محکمې ته سپارل کېږي.