فرانسې او بريتانيا د حزب‌الله او اسراييل ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې

د حزب‌الله جنګيالي، ارشيف

د فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (شنبې) د لبنان له صدراعظم نجیب میقاتي سره له جلا – جلا خبرو وروسته د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نویل باروت په لبنان باندې د اسراییل د هوایي بریدونو د سمدستي درېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې، هېواد یې په لبنان کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو مخالف دی.

ده په خپل بیان کې پر ایران او حزب‌الله هم غږ وکړ، چې له هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې په سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ سبب کېږي.

په ورته وخت کې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمې یو ځل بیا "د وینې توییدو د پای ته رسېدو لپاره د فوري اوربند اړتیا" تکرار کړه او په ایکس‌پاڼه کې یې لیکلي: "ډیپلوماتیک حل یوازینۍ لار ده چې د لبنان او اسراییل خلکو ته امنیت او ثبات بېرته راګرځوي."

د متحده‌ایالتونو ولسمشر جو بایډن د شنبې په ورځ په لبنان باندې د اسراییل د ځمکنی برید د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "اوس د اوربند وخت دی."