په متحده‌ایالتونو کې د هلین په نوم توپان له امله د مړو شمېر ۵۲ ته ورسېد

د هلين د توپان له امله رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور

د راپورونو له‌مخې، د توپان له امله تاوانونه تر دې دمه ۱۱۰ میلیارد ډالره اټکل شوي او تر ۳ میلیونه ډېر خلک له برېښنا بې‌برخې شوي دي.

هلین یو له هغو خطرناکو او ډېر تاوان پېښوونکو توپانونو څخه دی چې په امریکا کې شوی دی.

چارواکي وایي، ویره لري چې د مړو شمېر به نور هم زیات شي.

توپان د پنج‌شنبې په ماښام ناوخته پیل شو.

د دغه توپان د باد سرعت په ساعت کې ۲۲۵ کیلومتره و او لومړی فلوریدا او بیا جورجیا، شمالي کارولینا او جنوبي کارولینا ایالتونو ته ورسېد.

ساینسپوهان وايي، اقلیمي بدلون، چې د ځمکې د تودېدو سبب کېږي، په توپانونو او سېلونو کې رول لري.