زیلینسکي د روسیې پر وړاندې جګړه کې له ټرمپ څخه د ملاتړ معلومات ترلاسه کړي

د عکس ښي لور ته د امریکا پخوانی ولسمشر او راروانو ټاکنو ته کاندید ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، د امریکا د متحده‌ایالاتو له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې مستقیم معلومات ترلاسه کړي چې ټرمپ که په نومبر میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، نو د روسیې پر وړاندې په روانه جګړه کې به د اوکراین ملاتړ وکړي.

زیلینسکي دا څرګندونې په هغه مرکه کې وکړې چې پرون له فاکس نیوز تلوېزیوني شبکې خپره شوه.

زیلینسکي امریکا ته د سفر پر مهال د جمعې په ورځ د تړلو دروازو تر شا له ټرمپ سره وکتل او په خپله مرکه کې یې ویلي: "نه پوهېږم چې تر ټاکنو وروسته به څه پېښ شي او څوک به ولسمشر شي، خو له ډونالډ ټرمپ مې مستقیم معلومات ترلاسه کړل چې دی به زموږ پر خوا وي او د اوکراین ملاتړ به وکړي."