د هند امنیتي چارواکو د دوو وسله‌والو د وژلو خبر ورکړ

په کشمیر کې هندي ځواکونه

د هند امنیتي چارواکي وايي، پرون له افراطي وسله‌والو سره په شخړه کې دوه مشکوک وسله‌وال وژل شوي دي.

دا پېښه داسې وخت کېږي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د محلي ټاکنو لپاره رایه اچونه روانه ده.

د محلي ټاکنو دغه درېیم او وروستی پړاو تېره سې شنبه پیل شو او نتیجې به یې د اکټوبر پر ۸مه اعلان شي.

د هند پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د امنیتي ځواکونو له‌خوا دوه تروریستان ختم کړای شوي دي.

د هند رسنیو د پنځو امنیتي ځواکونو د ژوبلېدو خبر هم ورکړی دی.

دغه وسله‌واله نښته د کشمیر د جنوب په کلګام ولسوالۍ کې شوې ده.