پر لبنان د اسراییل د هوايي حملو زیاتوالی؛ څه باندې ۵۰زره کسان سوریې ته کډه شوي

د اسراییلو د بریدونو له کبله بې‌ځایه شوې یوه لبناني کورنۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ مشر وايي، پر لبنان د اسراییل د هوايي حملو له زیاتېدو سره څه باندې ۵۰زره کسان سوریې ته کډه شوي دي.

فلیپو ګراندي پرون شنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ۵۰زره لبنانیان یا هغه سوریایان چې په لبنان کې یې ژوند کاوه، د اسراییل د هوايي حملو له کبله مجبور شوي چې سوریې ته کډه وکړي.

د ګراندي په وینا، تر ۲۰۰زرو ډېر نور کسان په لبنان کې دننه بې‌ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یوه ویاند ویلي چې په لبنان کې دننه د بېځایه شویو شمېر دوه لکه ۱۱زره ۳۱۹ ته رسېږي.

له کله چې د اکټوبر میاشتې پر اوومه په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه پیل شوې، د لبنان حزب اله ډلې هم د پولې په اوږدو کې د ټیټې کچې سرحدي شخړې پیل کړي چې په ځواب کې یې اسراییل مورچلونه ورته بمباروي.

حزب‌الله چې یوه وسله‌واله ډله او سیاسي ګوند دی، د لبنان د جنوب پر زیاتو برخو کنټرول لري او د متحده ایالاتو له‌خوا د یو ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.