په ایران کې د دوو افغان وګړو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي

په ایران کې د اعدام له بهیره یو انځور

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې د دوو افغان وګړو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي دي.

دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ۱۴ کسان د وږي یا سنبلې له ۲۶مې نیولې تر تېرې چهارشنبې پورې د شېراز د عادل‌اباد په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان چې یو غیردولتي بنسټ دی، وايي چې له دې سره په تېرو دوو اوونیو کې په دغه زندان کې د اعدام شویو بندیانو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، د شېراز په مرکزي زندان کې د ډله‌ییزو اعدامونو د اجرا بهیر څاري او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د مرګ د سزا د دا ډول استفادې په وړاندې غلې پاتې نه شي.

د ایران د بشري حقونو سازمان تېره پنجشنبه ازادي راډیو ته ویلي وو، د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي چې دا د تېرو څو کلونو پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.

دغه بنسټ ویلي، دوه کاله مخکې په ایران کې ۱۶ افغانان، خو تېر کال ۲۵ افغان وګړي اعدام شوي وو.