ځینې افغان فعالان او خبریالان: ولسمشر پزشکیان دې د افغان کډوالو د جبري اخراج مخه ونیسي

ارشیف: له ایرانه د ایستل شویو افغان کډوالو یوه ډله

په ایران کې ځینو افغان فعالانو، د مدني ټولنې غړو او خبریالانو د هغه هېواد له ولسمشر مسعود پزشکیان غوښتنه وکړه چې حکومت یې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري اخراج مخه ونیسي.

ایراني رسنیو پرون شنبه راپور ورکړی چې دغو فعالانو په یوه غونډه کې ویلي، افغانستان ته د هغو کسانو اخراج چې د طالبانو تر تعقیب لاندې دي، د دوی ژوند په خطر کې اچوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان دوې اوونۍ مخکې د سپټمبر پر ۱۶مه وویل، هغه ډله افغانان چې په غیرقانوني اسنادو ایران ته ورغلي، بېرته افغانستان ته ایستل کېږي.

له پاکستانه هم د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله‌ییز اخراج روان دی او ځینو نورو هېوادونو هم ویلي چې افغانستان ته به د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ګړندی کړي.