د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو، سېلابونو او تالندې برښنا اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو، سېلابونو او تالندې برښنا اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرداري کې ویلي چې تر نن یکشنبه به په بدخشان، تخار، نورستان، پنجشېر، بغلان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندي، ارزګان، هلمند، فراه او هرات کې به د سالګونو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

وړاندې په خبرداري کې ویل شوي چې د سالنګونو په ګډون به په غربي او مرکزي ولایتونو کې نسبتاً تېز بادونه، دوړې او خاورې وي چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې وي.

تېره جمعه د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې سېلابونو لږ تر لږه ۳ کسان مړه او ۲۰ نور ژوبل کړل.