د حزب‌الله له مشر سره یوځای د ایران د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال هم وژل شوی

په لبنان کې د حزب‌الله پر مرکز د برید له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

په بيروت کې د اسراییلو د برید له کبله د حسن نصرالله سره یوځای د ایران د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال عباس نيلفروشان هم وژل شوی دی.

په دې برید کې د حزب‌الله یو شمېر غړي هم وژل شوي او ټپیان دي.

رويټرز خبري اژانس د ايران په حکومت کې د سرچينو له قوله خبر ورکړی چې په بيروت کې د اسراييلو په هوايي بريد کې د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته، د ايران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د خونديتوب لپاره يو نامعلوم ځای ته بيول شوی دی.

د رویټرز په وینا، د ایران مشر د حزب‌الله د مشر نصرالله د وژنې په خاطر په دې هېواد پنځه ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.

حزب‌الله د امریکا له‌خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.