عابد: دا مې ډېر ځوروي چې مور به مې زما د اعتیاد له امله ژړل

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

د خوست ولایت اوسېدونکی عابد په ښوونځي کې و چې لومړی یې چرسو او بیا يې نورو نشو ته مخه کړه.

دی چې تر نشې مخکې د چرګانو فارم درلود او کورنۍ ته به یې د میاشتې شپېته زره افغانۍ نفقه برابروله وايي چې تر اعتیاد وروسته یې فارم پرېښود او دوبۍ ته یې د چرسو او نورو نشه‌يي موادو قاچاق کاوه.

عابد ولې او څنګه معتاد شو او د نشه‌يي موادو د قاچاقو پر مهال له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟

په دې اړه یې د زړه خواله کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

عابد سره مرکه