اسراییلو یو وار بیا د حزب‌الله پر اهدافو د بریدونو خبر ورکړ

پر حزب الله د اسراییلو د بریدونو یو انځور

د اسراییلو پوځ نن شنبه یو وار بیا د لبنان پلازمېنه بیروت کې په یو شمېر سیمو چې دوی یې د حزب‌الله اهداف بولي بریدونه کړي دي.

تازه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې په بیروت کې د حزب‌الله ډلې د قوماندې مرکز د اسراییل د توغندیزو بریدونو هدف وګرځېد.

د ایران له ملاتړ برخمن حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله د برخلیک په اړه سمدستي څه جزییات نه‌شته او نه هم د دوی ډلې څه ویلي.

خو اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د حسن نصرالله لور زینب نصرالله وژل شوې ده.

د حسن نصرالله زوی هم په ۱۹۹۷م کال کې له اسراییلو سره په جګړه کې وژل شوی و.

حزب‌الله د امریکا له‌خوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

اخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په منځني ختیځ کې د سمدستي اوربند د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي، په لبنان کې جګړه به د نورو بهرنیو قدرتونو په ښکېلولو سره وضعیت لا کړکېچن کړي.

ګوتېریش دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اسراییلو او حزب‌الله ترمنځ شخړې زور اخیستی دی.