نن د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده

ارشیف: د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې مخې ته ولاړ وسله‌وال طالب

نن د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده.

سږ کال د دې ورځې شعار اطلاعاتو ته د لاسرسي اصلي جریان او عامه سکتور کې ګډون دی.

دا ورځ نړیوال داسې وخت نمانځي چې افغانستان کې خبریالان او د رسنیز فعالان د طالبانو حکومت د اطلاعاتو په نه شریکولو تورنوي.

یو شمېر خبریالانو ازادي راډیو ته وویل طالبان هغه مساییل له دوی سره شریکوي چې ګټې یې په‌کې نغښتې وي، خو د څېړنیو راپورونو، د پېښو د جزییاتو او نورو خبري مساییلو په اړه له دوی سره معلومات نه شریکوي.

طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته ورسېدل د ګڼو نورو برخو تر څنګ یې رسنۍ هم محدودي کړي او دا محدودیت ورځ تر بلې زیاتېږي.

تر ټولو وروستی، طالبانو شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په رسنیو کې پر سیاسي خپرونو بندیز لګولی دی.