زیلینسکي: له ټرمپ سره مې ډېرې معنی لرونکې خبرې ترسره کړې

د عکس ښي لور ته ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وایي، د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې ډېرې معنی لرونکې خبرې ترسره کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د انتقاد کوونکو په خبره د ټرمپ د روسیې پلوه دریځ په خاطر د دواړو مشرانو ترمنځ اړیکې ښې نه‌دي.

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپالو له کاندیډ ټرمپ سره تر کتنې وروسته زیلینسکي پر ټیلیګرام ولیکل چې له هغه سره یې غونډه ډېره معنی لرونکې وه او زیاته یې کړه چې ټرمپ ته یې د بري پلان توضیح کړ.

د زیلینسکي په خبره: "دغه پلان د اوکراین وضعیت او دا چې جګړه زموږ د خلکو لپاره څه نتیجې لري، په جزییاتو بیانوي."

ټرمپ له زیلینسکي سره له خبرو مخکې چې هغه یې هم په خوا کې ولاړ و وویل چې که د نومبر د میاشتې انتخابات وګټي، نو به دوی له دواړو لورو سره کار وکړي چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسېږي.