بلېنکن: اسراییل او حزب‌الله باید جګړه ودروي

په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وایي، د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب‌الله پر مرکزي دفتر د اسراییل د وروستي پراخ برید سره سره په منځني ختیځ کې د شخړو د هواري لپاره د ډیپلوماسۍ لاره تراوسه پرانیستې، خو هغه ټینګار وکړ چې اسراییل او حزب‌الله دواړه باید جګړه ودروي.

په عین حال کې ایران، روسیې او د هغوی متحدینو د بیروت په څنډه کې دغه بریدونه چې د اسراییل ټي‌وي په وینا، هدف یې د حزب‌الله مشر حسن نصرالله و، غندلي او تهران هغه جنګي جنایت وباله.

د اسراییل پوځ د دغو بریدونو پخلی وکړ، خو په مستقیم ډول یې تایید نه‌کړه چې په دغو بریدونو کې د حزب‌الله ډلې چې امریکایې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، مشر حسن نصرالله په نښه شوی و.

تراوسه د هغه د برخلیک په اړه زیات جزییات نه‌شته او اړوند یې ډېر ګونګوسې روانې دی.

په عین حال کې د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې اسراییل د لبنان پر وړاندې د ده په خبره د ډلوژنې د جګړې له پرمخ بیولو راوګرځوي.