بایډن: امریکا په بیروت کې د حزب‌الله پر مرکز د اسراییلو له بریده خبر نه درلود

د امریکا ولسمشرجوبایډن

د امریکا ولسمشر ویلي، متحده‌ایالات په بیروت کې د حزب‌الله د قوماندې پر مرکز د اسراییلو له برید خبر نه درلود او په دې حمله کې کوم رول نه لري.

بایډن زیاته کړې چې په بیروت د اسراییلو د دغه برید په اړه ډېرو جزییاتو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي چې دوی ته د یاد برید په اړه خبرداری نه و ورکړل شوی او د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن هغه وخت له خپل اسراییلي سیال سره خبرې کولې چې دا برید روان و.

د اسراییلو پوځ ویلي چې په بیروت کې یې د حزب‌الله د قوماندې مرکز هدف ګرځولی دی.

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه څلور ودانۍ د بیروت په ضاحیه سیمه کې بشپړې نړېدلي دي.

د شپې تر ناوخته د دوو کسانو د وژل کېدو او د ۷۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

اسراییلي رسنیو ویلي چې د دغه برید هدف د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله و.