پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو کارتونو د ارزونې پروګرام تمدیدوي

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال

پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان کډوالو د اوسیدو د کارتونو د ارزونې پروګرام تمدیدوي.

د پاکستان د سرحدونو په چارو کې د دولت وزیر امیر مقام دغه څرګندونې په بلوچستان کې د افغان کډوالو له یوه کمپ څخه د لیدنې پر مهال وکړې.

امیر مقام د قلعه عبدالله په سارانان کمپ کې کډوالو ته ویلي چې پاکستان ښايي له هر اړخیزو څېړنو وروسته ښايي ځینې فسخ شوي کارتونه بېرته د اعتبار وړ وګرځوي.

هغه پر نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې مرسته وکړي.

امیر مقام تایید کړې چې د کډوالو په کمپ کې حالات ډېر خراب دي او کډوال د څښاک د اوبو له نشتوالي، بې برقۍ او نورو ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر کې اعلان وکړ ټول بې اسناده افغان کډوال باسي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله ۷۰۰زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.