د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د افغانستان دوره‌یي رپوټ تصویب کړ

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د عمومي غونډې تالار

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د رایو په اکثریت د افغانستان دوره‌یي رپوټ تصویب کړ.

په جینوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ ویلي، د جمعې په ورځ ناوخته په دې اړه رایګیري وشوه.

په جینوا کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیراحمد اندېشه په یوه بیان کې ویلي، د افغانستان د دوره‌یي رپوټ دوی ته دا فرصت برابروي چې د طالبانو د کړنو او لګولو شویو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کړي او ټولې هغه هڅې بدرګه کړي چې له طالبانو د حساب کتاب غوښتنه کوي.

د افغانستان تفصیلي رپوټ په اپرېل میاشت کې د بشري حقونو شورا ته وړاندې شوی و.

په دې دوره‌يي رپوټ کې راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال له اګست د ۲۰۲۳م کال تر اکټوبر پورې لږ تر لږه ۲۰۰ فرمانونه او قوانین وضع کړي چې د نړیوالو قوانینو او معاهدو پر وړاندې د افغانستان د مسوولیتونو سره په ټکر کې دي.