په ننګرهار کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

ارشیف: په ننګرهار کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو انځور

په ننګرهار کې د سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس د راپور له مخې، د دې ولایت په ښیوې یا کوز کونړ ولسوالۍ کې د پنجشنبې د ورځې د شدیدو بارانونو په نتیجه کې راوتلو سېلابونو د ځاني تلفاتو ترڅنګ ۱۵۰ کورونه هم ویجاړ کړي دي.

دغه راز ویل شوي چې وروستیو سېلابونو د لغمان په مرکز مهترلام او د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې هم خلکو ته ډېر مالي زیانونه رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو، سېلابونو او تالندې برښنا اټکل شوی دی.

ویل شوي چې ځینو سیمو کې به د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.