د خیبر پښتونخوا د دو قومونو ترمنځ شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۷ ته رسېدلی

په کرمه کې یوه ځايي روغتون ته مړي او ټپیان وروړل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمې ولسوالۍ کې د دو قومونو ترمنځ شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۷ ته رسېدلی دی.

په دغو خونړیو شخړو کې چې د دوو سني او شیعه قبیلو ترمنځ پیل شوې او نن یې پرله‌پسې شپږمه ورځ ده، له ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، په کرمه کې یوه چارواکي په دې شرط چې نوم یې خپور نه‌شي دې آژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ په لسو ځایونو کې سختې نښتې دوام لري چې په‌کې له درنو وسلو هم کار اخیستل کېږي.

د دغه چارواکي په خبره، د یوه اوربند لپاره د امنیتي چارواکو او نورو قومونو هڅو تراوسه نتیجه نه‌ده ورکړې.

دغه چارواکي په روانو نښتو کې د ۳۷ کسانو د وژل کېدو او ۱۵۳ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

په پېښورکې یوه بل چارواکي چې د هغه نوم هم پټ ساتل شوي، ویلي چې په روانو شخړو کې ۲۸ کورونه ویجاړ شوي دي.

د چارواکو په وینا، شخړې د ځمکې پر سر پیل شوي چې اوس یې فرقه‌‌یي بڼه خپله کړې ده.

تر دې مخکې د روان کال په جولای میاشت کې د دغو قومونو ترمنځ نښتو کې ۳۵ کسان وژل شوي وو چې وروسته دواړو خواوو د یوې جرګې په منځګړیتوب سوله وکړه.