د اوکراین پر ایزمیل د روسیې بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

پر ایزمیل د روسیې له بریدونو وروسته له سیمې لوګي پورته کېږي.

اوکرایني چارواکي د داریوب بندر پر ایزمیل د روسیې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو په پراخو بریدونو کې د درې کسانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبرورکوي.

د ادیسه د سیمې والي اولې کیپرپر ټیلیګرام چینل د دغې مرګ‌ژوبلې خبرورکړی او ویلي یې دي چې په ټپیانو کې یو یې ماشوم دی.

ایزمیل چې د ناټو د غړې رومانیا پولې ته څېرمه پروت او د اوکراین د غلو د صادراتو یو مهم مرکز ګڼل کېږي، په ځلونو د روسیې په بریدونو کې په نښه شوی دی.

ایزمیل ته نژدې د رومانیا د تولسیا د سیمې چارواکو خلکو ته په یوه خبرداري کې ویلي چې بې پیلوټه الوتکې پولې ته نژدې لیدل شوي دي.

د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو همدارنګه د خیرسون، میکولاییف او سمي په سیمو کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو په وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړی دی.