د سوډان په پلازمېنه کې تازه نښتې شوي

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د تازه نښتو یو انځور

پرون هم د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د تازه نښتو راپورونه ورکړل شول.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د خبر له مخې، د سوډان پوځ د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم له ملېشه‌وو د خرطوم د شاوخوا سیمو د نیولو لپاره پرون خپل پوځي عملیات وکړل.

د سوډان رسنیو د خرطوم په مربوطاتو او امدورمان ښار کې د پوځي تحرکاتو او هوايي حملو د زیاتېدو راپورونه ورکړي دي.

د پوځ یوه ویاند د پوځي عملیاتو خبرونه تایید کړل، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې د سوډان روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د کولرا وبا له کبله د مړو شمېر په وروستیو دوو ورځو کې نږدې سلو ته زیات شوی دی.