اسراییل له حزب‌الله سره د اوربند لپاره د امریکا او د هغو د متحدانو فشار ته ځواب نه دی ویلی

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبه وویل چې د هغه حکومت د لبنان له وسله‌والې ډلې، حزب‌الله سره د اسراییل په جګړه کې د ۲۱ ورځني اوربند لپاره د امریکا د متحده‌ایالاتو او د هغو د متحدانو فشار ته ځواب نه دی ویلی.

د نتنیاهو له دفتره په یوه بیان کې ویل شوي: "دا د امریکا او فرانسې وړاندیز دی چې صداعظم یې لا هم ځواب نه دی ورکړی."

د بیان له مخې، صدراعظم خپل پوځ ته امر کړی چې "په بشپړ ځواک سره جګړې ته دوام ورکړي."

د اسراییل پوځ په جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ټانکونو یوې لوا یې پرون سهار "د لبنان د پولې په څوکیلومترۍ کې په غرنیو سیمو کې" پوځي تمرین وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د تمرین په ترڅ کې اسراییلي ځواکونو په شمالي محاذ کې د دښمن په قلمرو کې د مختلفو جنګي سناریوګانو لپاره خپل عملیاتي او لوژستیکي چمتووالی پیاوړی کړ."

په همدې حال کې د اسراییل دفاع وزیر یوآف ګالنت ژمنه کړې چې پر حزب‌الله ډلې به حملې دوام کوي.