د افغانستان ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژلو او دوو ټپي کولو ادعا کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي چې تېره شپه یې وسله‌والو په کابل کې د طالبانو درې غړي په یوه حمله کې ووژل او دوه نور ټپیان کړل.

دغې جبهې پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې وسله‌والو یې تېره شپه د کابل د ارزان قیمت سیمې د سید جمال‌الدین افغان په ښارګوټي کې د طالبانو یوه قرارګاه په نښه کړه.

طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او ازادۍ راډیو په خپلواکه توګه دغه ادعا نه شي تاییدولی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې تر ادعا مخکې يو شمېر رسنيو د کابل په ارزان قیمت سيمه کې د يوې چاودنې خبر ورکړى و.