د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د هواپېژندنې ریاست د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، کابل، پکتیا او خوست ولایتونو کې نن جمعه او سبا شنبه د سختو بارانونو، سېلاب او تالندې برښنا اټکل شوی دی.

وړاندې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي سیمو کې به د سالنګونو په ګډون سخت بادونه وي چې سرعت به یې په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي یا ثور میاشتې له وروستیو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سخت اورښتونه او سېلابونه وو چې د مالي زیانونو تر څنګ یې سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.