ډیکر له ډیکارلو او امیري سره د دوحې د ناستو په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، واشنګټن ته تللې، څو د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزماري ډیکارلو او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره د دوحې د ناستو په اړه خبرې اترې وکړي.

اغلې ډیکر دا خبرې پرون چهارشنبې د سپټمبر ۲۵مه په یوه بیان کې کړي دي.

ډیکر ویلي، په یوې ناسته کې يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جان باس سره په افغانستان کې د زده‌کړو په اړه خبرې اترې کړي دي.

د هغې په خبره: "زده‌کړه د انسانانو بشري حق دی، خو اوسمهال د افغانستان نیم وګړي له دې حقه محروم دي."

د ۲۰۲۱م په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګول شوی او د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو هم راوګرځول شوي دي.