د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه وشوه

د لبنان له خاورې پر اسراییلو توغول شوي توغندي چې له سیمې لوګي پورته کېږي.

متحده‌ایالتونو، فرانسې او څو نورو متحدانو یې د اسراییل او د لبنان حزب‌الله ترمنځ سملاسي د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه کړې ده.

رویټرز بېګا ناوخته د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې لیکلي چې دغه لنډمهاله اوربند به دواړوو خواوو ته موقع ورکړي چې رامنځته شوې جګړه د خبرو له پای ته ورسوي.

په دې اړه یوه ګډه اعلامیه د امریکا، فرانسې، استرالیا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او اروپایي ټولنې له‌خوا لاسلیک شوې ده.

د اوربند دا غوښتنه داسې مهال شوې چې همدا پرون چهارشنبه هم پر لبنان د اسراییلو په بریدونو کې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا ۷۲ کسان وژل شوي او ۲۲۳ نور ټپيان شوي دي.

د اسراییلي پوځيانو د تېرې دوشنبې او سه شنبې ورځې په بریدونو کې هم څه باندې پنځه نیم سوه کسان په لبنان کې وژل شوي وو.

امریکا او متحدانو یې د اسراییلو او لبنان ترڅنګ په غزه کې هم د اوربند غوښتنه کړې ده.