د اوکراین ولسمشر وایي چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر اټومي تاسیساتو او زیربناو د برید پر طرحه کار کوي.
ولودمیر زیلینسکي دا خبره پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وکړه او زیاته یې کړه چې د اوکراین استخباراتو په وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې روسیه د سپوږمکۍ له لارې د اوکراین د اټومي تاسیساتو په اړه معلومات ترلاسه کوي او تصویرونه اخلي.
د اوکراین ولسمشر همداراز وویل چې د انرژي پر تاسیساتو د هرې بې پيلوټه الوتکې، یا توغندي برید ممکن د یوه اټومي ناورین سبب شي.
زیلینسکي په ورته وخت کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د روسیې د تېري پر وړاندې د اوکراین مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.