اروپایي ټولنې له افغانانو سره د ۱۴۶ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ

د اروپايي ټولنې بیرغ

د نړیوال مشارکت لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنرې یوتا اورپیلانین له افغانانو سره د ۱۴۶ میلیونه یورو نوې مرستې اعلان وکړ.

اغلې اورپیلانین په یوه بیان کې چې په نیویارک کې یې پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ترڅنګ خپور کړ د دې مرستې په اړه وویل چې په ځانګړې ډول ښځو، ماشومانو، کورنیو بې‌ځایه شویو، کډوالو، لږکیو او بېرته خپل هېواد ته ستنېدونکو افغانانو ته بېله شوې ده.

اروپایي ټولنې ویلي چې دا مرسته به د افغانانو اړتیاو ته په اوسني وخت کې، چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کېږي، تر یوه بریده ځواب ووایي.

میرمن اورپيلانین زیاته کړه چې اروپایي ټولنه د افغانانو ملاتړ کوي او که د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو ازادۍ هرڅومره محدودوي هلته د اروپایي تولنې او نړیوالې ټولنې حضور ته ضرورت زیاتېږي.

هغې ټینګار وکړ چې ښځې به د دغو مرستو په پلان او تطبیق کې د پام وړ ونډه ولري.

اروپایي ټولنې له ۲۰۲۱م کال راهیسې تراوسه ۹۰۳ میلیونه یورو له افغانانو سره مرسته کړې چې ۷۴۳ میلیونه یورو یې بشري مرستې دي.