د تهران په شهریار کې د یو شمېر ښځو تر فزیکي‌ شخړې وروسته دوه افغان مېرمنې نیول شوي

ارشیف: د ایران یوه څنډه کې پولیس د پلټلو پر مهال

د ایران امنیتي چارواکي وايي، د تهران په شهریار ولسوالۍ کې یې د یو شمېر ښځو تر فزیکي‌ شخړې وروسته دوه افغان مېرمنې نیولي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د شهریار ولسوالۍ د پولیسو د مشر پیمان فتاحي له قوله ویلي چې په فردوسي پارک کې درېیو افغان کډوالو لومړی له یوې ایرانۍ ښځې سره لفظي شخړه کړې او بیا یې وهلې ده.

د فتاحي په وينا، د دې پېښې په تړاو دوه افغان مېرمنې هم نيول شوې دي.

هغه زياته کړه چې شخړه د ماشومانو د لوبې پر سر راپورته شوې ده.

ویل شوي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي او تر بشپړېدو وروسته به قضیه عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د ځورونې د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به شاوخوا دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده وباسي.