حزب‌الله پر اسراییلو لسګونه توغندي توغولي

د حزب الله له لوری پر اسراییل توغول شوي توغندي

حزب‌الله نن چهارشنبې پر اسراییلو لسګونو توغندي توغولي چې په یوه کې تل‌ابیب په نښه شوی و.

له دغو بریدونو او په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې د په سلګونو کسانو له وژل کېدو وروسته داسې ښکاري چې په سیمه کې کړکېچ په زیاتېدو دی.

د اسراییل پوځ وویل چې له ځمکې څخه ځمکې ته یو توغندی یې چې له کبله یې په تل‌ابیب او د اسراییل په مرکزي برخه کې د خطر زنګ وهل شوی و، شنډ کړی دی.

د دغه توغندي له امله د ځاني او مالي زیانونو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

حزب‌الله چې متحده‌ایالات یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، وویل چې د قادر ۱ بالسټیک توغندی توغولی او د اسراییل د استخباراتو د ادارې یا موساد مرکزي دفتر یې په نښه کړی دی.

حزب‌الله د اسراییل استخبارات، د خپلو لوړپوړو قومندانانو د وژلو او تېره اوونۍ په پیجرونو او مخابرو کې د چاودنو چې په نتیجه کې یې په لسګونو کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپي شوي، مسوول بللي دي.

په دغوچاودنو کې ډېره مرګ‌ژوبله د حزب‌الله غړیو ته اوښتې ده.

د لبنان پر جنوب د اسراییل د د دوشنبې او سې شنبې د ورځې د هوایي بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۵۶۰ کسان وژل شوي او په زرګونو کسان یې هم اړ کړي چې له خپلو کورونو نورو سیمو ته کډه شي.