طالبانو سرغړونې؛ جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ یې د څېړلو لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته د تللو ګواښ وکړ

د عدالت نړیواله محکمه

جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ طالبانو ته ګواښ کړی چې د هغو سرغړونو په خاطر به چې دوی په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه ترسره کړي، د عدالت نړیوالې محکمې له لارې به یې پر وړاندې اقدام وشي.

د هغې ګډې اعلامیې په مسوده کې چې دغو څلورو هېوادونو ترتیب کړې، طالبان رسماٌ مسول بلل شوي چې د ښځو د حقونو په اړه هغه مسوولیت پرځای کړي چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړلو په کنوانسیون کې یې یادونه شوې ده.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننا لینا بایربوک ویلي، په پام کې لري چې نن چهارشنبې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې ترڅنګ د استرالیا، کاناډا او هالنډ له بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري.

د ګډې اعلامیې په مسوده کې چې یوه کاپي یې دې آژانس ترلاسه کړې، دغو څلورو واړو هېوادونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو څخه پراخې سیستماتیکې سرغړونې او تېري غندلي.

دغو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی او زیاتوي چې په دې هېواد کې ښځې او نجونې د دې مستحقې دي چې د بشړو بشري حقونو درناوی یې وشي.

دې هېوادونو همدارنګه خبرداری ورکړی چې که وضعیت بدل نه‌شي، دا موضوع به د څېړنې لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.