د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت: د اسراییلو د بریدونو له پيله تراوسه ۴۱۴۹۵ فلسطینیان وژل شوي

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د یوې ویجاړې شوې ودانۍ انځور

د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی، وایي چې د اسراییل د بریدونو له پيله تراوسه ۴۱۴۹۵ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسراییلي پوځیان او حماس وسله‌وال چې اروپایي ټولنه او متحده ایالتونه یې ترهګر بولي، له تېر نږدې یوه کال راهیسې په غزه کې په جګړه بوخت دي چې ډېر زیان یې ملکیانو ته رسېدلی دی.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې دغې جګړه کې د ټپي شویو فلسطینیانو شمېر له ۹۶زرو څخه اوښتی دی.

د اسراییل او حماس د جګړې پای ته رسېدو او اوربند ته هڅې لا هم روانې دي، خو تراوسه د جګړې په کچه کې کوم کموالی نه لیدل کېږي.

دغه جګړه وروسته تر هغه ونښته چې حماس پر اسراییلو غلچکي برید سره ۱۲ سوه کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.