ټاکل شوې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د امریکا ولسمشر جو بایډن ته له روسیې سره په جګړې کې (د بریا پلان) تر سپارلو مخکې نن د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین پر ښارونو د روسیې بېباکانه بریدونه دوام لري او پر اوکراین د روسیې جګړه په ارامه، خو دوامداره توګه د اوکراین ختیځ ته د غځېدو په حال کې ده.
زیلنسکي پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د سولې لپاره یوازېنۍ لاره پر روسیې فشار راوړل دي او نوموړي له روسیې سره د ایران او شمالي کوریا پوځي مرستې وغندلې.
زیلنسکي پخوا ویلي وو چې د سولې یوه طرحه یې جوړه کړې چې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او دغه راز ولسمشرۍ ټاکنو ته له ولاړو نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کمالا هاریس سره یې شریکوي.
تراوسه د دغې طرحې یا پلان ډېر جزیات نه دي رسنیز شوي.