د اسراییل پوځ: د لومړي ځل لپاره د حزب‌الله یو توغندی تل‌ابیب ته رسېدلی

دغه توغندی د تل‌ابیب فضا ته له رسېدو سره سم د هوایي دفاع سیستم په وسیله شنډ شوی دی.

د اسراییل پوځ وایي، د لومړي ځل لپاره د لبنان د حزب الله ډلې یو توغندی تل ابیب ته رسیدلی دی.

فرانس پرېس نن چهارشنبه د اسراییل د پوځ د یوه ویاند په حواله چې نوم یې نه دی یاد شوی لیکلي، دغه توغندی د تل‌ابیب فضا ته له رسېدو سره سم د هوایي دفاع سیستم په وسیله شنډ شو.

بل لورته د اسراییلو د پوځ یوه ویاند ناداو شوشاني خبریالانو ته ویلي، تل‌ابیب ته د حزب‌الله د توغندي رسېدل، د دغې وسله‌والې ډلې له‌خوا د بریدونو د شدت څرګندونه کوي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، حزب‌الله هم پر تل‌ابیب د توغندي توغول تایید کړي دي.

بل لورته اسراییلي الوتکو تېره شپه هم په لبنان کې د حزب‌الله سنګرونه په نښه کړي دي.

د اسراییل د تېرو دوو ورځو په حملو کې د لبناني چارواکو په وینا، له ۵۶۰ ډېر کسان وژل شوي او د جنوبي سیمو زرګونه اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.